AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷ ۱۸:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85682712
T T
۰ Persons

Tags

په بدخشان کې څه دپاسه څلويښت زره جريبه ځمکه بررسۍ شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په بدخشان ولایت کې د څه باندې ۴۰ زره جریبه ځمکې بررسۍ اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن شنبه د لیندۍ ۱۷ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې د ٤٠ زره او ٢٧٨ جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

د ایرنا د خبر له مخې، په تیرو دریو کلونو کې څه د پاسه شل میلیونه جریبه ځمکې دولتي تثبیت شوي چې له دې جملې څخه دوه میلیونه یې استرداد شوي دي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .